اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

د تاجکستان د ملي امنیت مشر په کابل کې له طا-لبانو سره وکتل

دید خبرې آژانس: د تاجکستان د ملي امنیت د کمېټې مشر سید مومن یتیموف کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طا-لبانو له استخباراتي چارواکو سره کتلي دي.

ډېپلوماتیکې سرچینې وايي، دغه تاجکستاني چارواکي په تېر اګست کې کابل ته سفر کړی او له طا-لب چارواکو سره یې د تاجکستان د اړیکو د ټینګولو په اړه خبرې کړې دي.

ډېپلوماتیکو سرچینو وایي، چې مومن یتیموف د تاجکستان د استخباراتو لوړپوړی چارواکی دی، چې د ولسمشر امام علي رحمان په امر کابل ته تللی دی.

دوشنبه ته له ستنیدو وروسته، هغه خپل سفر له «محتوا» څخه ډک وباله.

وروسته له هغه چې طا-لبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، یو شمېر پخوانیو پوځیانو او د طالبانو سیاسي مخالفانو په تاجکستان کې پناه واخیسته.

دا مهال د افغانستان د ملي مقاومت جبهې یو شمېر مشران په تاجکستان کې مېشت دي.

تاجکستاني چارواکو په تېرو درېیو کلونو کې په وار – وار پر طا-لبانو نیوکې کړې دي.

د تاجکستان ولسمشر وايي، طا-لبان له خپلو ژمنو سره – سره په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د جوړېدو مخالف دي.

امام علي رحمان په ۱۴۰۱ کال کې وویل، چې طا-لبان په افغانستان کې د مختلفو توکمونو په وړاندې د تبعیضي یرغل سياست مخ ته وړي.

امام علي رحمان همداراز خبرداری ورکړی، چې افغانستان په ځانګړې توګه شمالي ولایتونه د نړۍوالې ترهګرۍ په ځاله بدل شوي دي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر هم ویلي، چې طا-لبانو د «ترهګرو ډلو» څه باندې درې زره غړو ته افغان پاسپورټونه ورکړي دي.

په افغانستان کې د دا/عش ډلې د فعالیت له زیاتېدو سره طا-لب چارواکو د تاجکستان په ګډون د افغانستان ګاونډي هېوادونه د دا/عش په ملاتړ تورن کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا