اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د بښنې نړۍوال سازمان: د طا-لبانو درې کلنې واکمنۍ افغانان نهیلي کړي

دید خبرې آژانس: د بښنې نړۍوال سازمان وایي، افغانان له درې کلن نا حل شوي خپګان سره مخامخ دي او دا ځکه چې طا-لب چارواکي د نړۍوالو قوانینو خلاف له بشري حقونو په پر له پسې توګه سرغړوونې کوي.

د بښنې نړۍوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نړۍوالې ټولنې د غبرګون په اړه یې د بشري حقونو مدافعینو، د پوهنتون استادانو، د معترضو ښځو، مدني فعالانو، ځوانانو او ژورنالیستانو په ګډون له ۱۵۰ څخه د زیاتو اړخونو سره په یوه پراخه مشورتي غونډه کې د افغان ټولنې نارضایتي مستند کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه مشورې د افغانستان د ۲۱ ولایتونو ترڅنګ په امریکا، انګلستان، جرمني، فرانسې، بلجیم، اسپانیا، سویس، اېټالیا، کاناډا او پاکستان کې له جلاوطنه افغانانو سره شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي:« موږ په ټوله نړۍ کې د افغانانو د یوې برخې له استازو سره خبرې وکړې او هغوی ټول په دې باور دي، چې نړۍوالې ټولنې د افغانستان خلک مات کړي دي.»

د بښنې په نړۍوال سازمان کې د سویلي اسیا لپاره سیمه‌ییزه کمپاین کوونکې سمیرا حمیدي وایي، نه یوازې دا چې طا-لبان د جرمونو او د بشري حقونو د سرغړونو په حساب ورکولو کې پاتې راغلي؛ بلکې دوی د نورو زیانونو په مخنیوي کې هم پاتې راغلي دي.

هغه وایي، د درېیو کلونو په تېرېدو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین د مخنیوي لپاره د کوټلو ګامونو نه اخیستل د نړۍ لپاره د شرم ځای دی.

د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې له شلو څخه زیاتو افغان ښځو د بشري حقونو مدافعینو د بښنې نړۍوال سازمان ته ویلي، چې دوی د ژوند په هر اړخ کې خپله اراده له لاسه ورکړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، د مدني ټولنې بېلابېلو استازو په افغانستان کې د جسمي مجازاتو د بېرته راګرځېدو په اړه خبرې وکړې، چې په کې په عام محضر کې وهل، اعدام، د لاسونو پرې کول، سنګسارول او د ناوړه چلند او ربړوونې نور ډولونه شامل دي چې د نړۍوالو قوانینو څخه لویه سرغړونه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا