اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالبنړۍ

د بښنې نړیوال سازمان پاکستان ته پرانیستی لیک: د افغان کډوالو د جبري اخراج پرېکړه دې لغوه کړي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د بښنې نړیوال سازمان لوړ پوړو چارواکو د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر ته په یوه پرانیستي لیک کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو د پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په دې وروستیو کې په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دې سازمان لوړپوړي چارواکي د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ته په یوه پرانیستي لیک کې د نومبر په لومړۍ نیټه د غیر راجستر افغان مهاجرینو د جبري ایستلو د حکومت د پریکړې د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان په دې اړه لیکلي: پاکستان له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په نړۍ کې د افغان کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېواد دی او د بښنې نړیوال سازمان له حکومته غوښتي چې د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره سم د افغان کډوالو کوربه توب ته دوام ورکړي.

دا لیک په داسې حال کې لیکل شوی چې له پاکستانه د ناقانونه کډوالو د وتلو مهلت په دوو ورځو کې پای ته رسېږي او پاکستاني چارواکو په وار وار اعلان کړی چې له خپلې پرېکړې به بېرته نه وځي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا