اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د بښنې نړیوال سازمان: طا-لبانو باید په افغانستان کې د بشري حقونو درناوی وکری

دید خبرې آژانس: د بښنې نړیوال سازمان وايي، نړۍ د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونو او ناوړه کار اخيستنې سربېره؛ د دې وضعیت «ننداره کوونکې» ده.

دغه سازمان د « بې عدالتۍ معافيت پاى» په هشټيګ سره ليکلي: «طا-لبان باید په افغانستان کې د بشري حقونو درناوی او ساتنه وکړي»

د بښنې نړیوال سازمان په یوه پخواني خبرپاڼه کې د ملګري ملتونو د طا-لبانو د «امربالمعروف» وزارت د کړنو په د اړه راپور په غبرګون کې ويلي چې ملګري ملتونه بايد د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې «د بشري حقونو د سرغړونو پراخ معافیت»پای ته ورسوي.

دغه سازمان يوځل بیا ټینګار کړی چې د فزیکي مجازاتو، غيرقانوني وژنو، خپل سري بندي کوونه، شکنجه، د ښځو جنسي ځورونې او له زده کړو څخه بې برخې کولو په ګډون «له بشري حقونو سرغړونې او ورڅخه ناوړه ګټه اخيستنې معافیت [ د طا-لبانو تر واک لاند افغانستان کې] باید پای ته ورسیږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو واک ته له راتګ وروسته د افغان ښځو او نجونو پر حقونو سخت بندیزونه لګولي دي.

د يادولو وړ ده، چې په افغانستان کې نجونې او ښځې د طا-لبانو د نږدې درې کلنې واکمنۍ راهيسې له زده کړو، روزنې او کار څخه د دوى لخوا بې برخې پاتې شوې او طا-لبانو تر اوسه پورې هم خپله تګلاره نه ده بدله کړې.

تازه، ملګرو ملتونو د طا-لبانو د « امربالمعروف» ادارې کړنو او چلند ته کتنه کړې او هغه یې په افغانستان کې د «بشري حقونو تر ټولو لوی سرغړونکي» بللي ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا