اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د بښنې نړیوال سازمان: د ښځو حقونه د طا-لبانو له سخت فشار سره مخ دي

دید خبرې آژانس: د بښنې نړیوال سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې واک ته د طا-لبانو له راتګ سره د دغه هېواد مدني فضا تر سخت فشار لاندې راغلې ده.

دغه بنسټ د طا-لبانو له لوري د دوو ښوونیزو فعالانو احمد فهیم عظیمي او صادق الله افغان د خوشې کېدو په تړاو ویلي چې دا پېښه په افغانستان کې د مدني فعالانو، خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعینو پر وړاندې د طالبانو د «پراخې ځپنې» یوازې یوه بېلګه ده.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له خوا د مدني فعالانو «نيول او ځپل» د دوى سره د چلند په برخه کې د طا-لبانو د اندېښنې وړ بهير ښکاروندويي کوي.

دغه سازمان زیاتوي: «له هغه وخته چې طا-لبان واک ته ورسېدل، د پوهنې، د ښځو د حقونو او د بیان د آزادۍ په برخو کې هر ډول فعالیتونه له  سختیو او ځپنې سره مخ شوي دي.

هغه فعالان چې له هېواده په تېښته بريالي کېږي په ګاونډيو هېوادونو کې له ډېرو قانوني او مالي خنډونو سره مخ دي او لا هم افغانستان ته د بېرته لېږلو خطر دوى ګواښي.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي چې د پوهنې د دغو دوو فعالانو نیول په افغانستان کې د پوهنې او د ښځو او ماشومانو د حقونو د پرمختګ لپاره له هر ډول مدني فعالیت او هڅو سره د طا-لبانو د سخت چلند یوه بېلګه ده.

د يادولو وړ ده، چې احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان د طا-لبانو له خوا له ۷۲ ورځو پوښتنو ګروېږنو وروسته د پلچرخي زندان ته انتقال شول. ددوى د کورنيو په وينا دوی د هلته شکنجې او بد چلند سره مخ وو.

خپلواکو مدافع وکیلانو او طبي خدمتونو ته د لاسرسي نشتوالی د طا-لبانو تر ادارې لاندې زندانونو کې یو بل ستونزمن حالت دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا