اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د بښنې نړیوال سازمان: د طا-لبانو د حساب ورکولو لپاره نړیوالې هڅې کمزورې دی

دید خبرې آژانس: د بښنې نړیوال سازمان وايي چې د طا-لبانو د حساب ورکولو لپاره نړیوالې هڅې، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د کړنو د مخنیوي لپاره، کمزورې دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د نوي راپور په غبرګون کې دغه سازمان ویلي، چې د بشري حقونو شورا باید د طا-لبانو د حساب ورکولو لپاره نور اقدامات وکړي.

دغه سازمان د طا-لبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو او نجونو د انساني کرامت په وړاندې د تبعیض او بې احترامۍ له بنسټیز سیستم سره سمدستي د چلند لپاره د نړیوالې ټولنې پر همغږي تګلارې ټینګار کړی دی.

د دغه سازمان په وینا دوه میلیونه نجونې څه باندې زر ورځې له زده کړو بې برخې دي. په لسګونو مظاهره کوونکي ښځې هم ورکې شوې، په خپل سر نیول شوي او شکنجه شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې افغان ښځې له جدي رواني وضعیت او اقتصادي بحران سره مخ دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا