اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د بنګله دېش پارلمان منحل شو

دید خبرې آژانس: یوه ورځ وروسته له هغه چې د بنګله دېش پخوانۍ لومړۍ وزيرې استعفاء ورکړه او وتښتیده، د بنګله دیش ولسمشر محمد شهاب الدین د هغه هیواد پارلمان منحل کړ.

لاريون کوونکو په هېواد کې د لنډ مهاله حکومت د جوړولو او د نوبل د سولې د جایزې ګټونکي محمد یونس د لوړپوړي سلاکار په توګه د ټاکل کېدو غوښتنه کړې ده.

د دغه هېواد په پلازمېنه ډاکا کې وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

دا په هېواد کې د لنډمهاله حکومت د جوړېدو پر لور لومړی ګام ياد شوى دى.

خلک تمه لري چې راتلونکی حکومت به دا هیواد په صداقت سره پرمخ وړي.

د ډاکا یو اوسېدونکي رحیم وویل، «زه له نوي حکومت څخه هیله لرم چې هېواد په صادقانه توګه پرمخ بوځي، څو خلک په سوله کې ژوند وکړي. دا د خلکو او زما یوازینۍ هیله ده.»

په همدې حال کې په هېواد کې د لنډمهاله حکومت پر جوړولو خبرې روانې دي.

لاريون کوونکي محصلین هم غواړي چې په بنګله دېش کې د محمد یونس په مشوره یو لنډمهاله حکومت جوړ شي چې د ۲۰۰۶ کال د سولې نوبل جایزه یې ګټلې وه.

محمد یونس هم د دغه کار مسٶليت منلى دى.

د زده کړيالانو د لاريونو همغږي کوونکي، ناهید اسلام وویل،«موږ به  له خپل ځان لخوا وړانديز شوي حکومت پرته بل هیڅ حکومت ونه منو. موږ هغه حکومت نه منو چې د پوځ یا فاشیستانو ملاتړ وکړي. مونږ به  د خلکو پر وړاندې او نیابتي حکومت ونه منل شي»

تېره ورځ خلکو د څو اونيو لاريونونو وروسته د بنګله دېش پخوانۍ لومړۍ وزیرې کور باندې يرغل وکړ او د دغه هېواد پوځ هم د دغه لاريونونو مخه ونه نيوله او د دغه هېواد لومړۍ وزيره شېخ حسینه  په چورلکه کې هند ته وتښتېده.

په تېرو څو اونیو کې په لاريونونو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د بنګله دېش ولسمشر د سه شنبې په ورځ د شیخ حسینه سیالې خالده ضیا په کور کې د نظر بندۍ څخه د خلاصون امر وکړ.

ضیا، چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د بنګله دېش لومړۍ ښځینه لومړۍ وزيره شوه، په ۲۰۱۸ کال کې د فساد په تور زنداني شوه او له ۲۰۲۰ کال راهیسې په کور کې نظر بنده وه.

په همدې حال کې هند تایید کړې چې شېخ حسینې په نوي ډیلي کې پناه اخیستې ده.

نوي ډیلي د بنګله دیش په وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دوی سرحدي ځواکونه به تر هغه وخته په تیارسٸ کې وي چې په بنګله دېش کې ثبات نه وي راغلى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا