اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاست

د بلخ والي په یوه چاودنه کې ووژل شو

دید خبري اژانس: د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، د دغه ولایت والي داوود مزمل د یوې چاودنې له امله وژل شوی دی.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند محمد آصف وزيري د دید آژانس ته وويل چې دغه چاودنه د يوې اداري غونډې پر مهال شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د دغه ولايت والي داوود مزمل هم وژل شوى دى.

د هغه په ​​وينا، په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د بلخ ولایت مرکز اړوند سیمه کې چاودنه وشوه.

تر اوسه د دې پېښې د مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه کره معلومات نشته.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا