Uncategorizedاسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګسیاسي

د بغلان په کیله‌ګي د طا-لبانو استخبارات مشر ووژل شو

دید خبرې آژانس: په بغلان ولایت کې باخبره سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د مرکز پلخمري ښار په کیله‌ګي سیمه کې د طا-لبانو د استخباراتو مشر د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

سرچينې وایی، چې ناپېژانده وسله وال د طا-لبانو د استخباراتو دغه غړى په نښه کولو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

خو ويل کېږي چې له دې پېښې وروسته طا-لبانو سيمه کلابنده کړې او کورونه يې سوځولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button