اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د بشري حقونو څار سازمان:طا-لبانو لوړپوړي چارواکي سره حساب او کتاب دې وشي

د بشري حقونو څار سازمان د یکشنبې په ورځ وویل، چې طا-لبانو په تېرو درېیو کلونو کې په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو سخت ناورین رامنځته کړی.

دغه سازمان پر ټولو حکومتونو غږ کړی چې د طا-لبانو لوړپوړي چارواکي چې په افغانستان کې د سختو جرمونو مسوول دي، حساب وکتاب دې ورسره وشي.

د بشري حقونو د څار سازمان څیړونکې فرشته عباسي لیکلي، چې «د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې افغانې ښځې او نجونې د خپل ژوند په اړه تر ټولو بد خوبونه ویني.»

د بشري حقونو څار سازمان د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ راپور ته اشاره کړې، په کوم کې چې وضعیت د «تبعیض، جلا کولو، انساني کرامت ته د سپکاوي، او د ښځو او نجونو د ایستلو بنسټیز سیسټم» په توګه تشریح شوی.

د بشري حقونو څار سازمان وايي، طا-لبانو په دې درېیو کلونو کې د بیان ازادۍ او د خبریالانو او رسنیو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

دغه راز طا-لبانو په خپلسري ډول ښځې د جامو د اغوستلو له امله نيولې او د دغې ډلې په امر يې لاريون کوونکي شکنجه کړي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې افغانستان په نړۍ کې له تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ هېواد دی.

روغتیایي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی د طا-لبانو د بندیزونو له امله له خنډ سره مخ شوی او د ښځو او نجونو روغتیا له ګواښ سره مخامخ شوې ده.

د دغه سازمان څېړونکې فرشته عباسي وايي، هغه حکومتونه چې له طا-لبانو سره اړیکي لري، باید تل دا یادونه وکړي چې پر ښځو او نجونو او ټولو افغانانو ظلم د نړۍوالو قوانینو له مخې د افغانستان له مکلفیتونو سرغړونه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا