اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د بشري حقونو د څار بنسټ: په افغانستان کې دې له هزاره خلکو ساتنه وشي

دید خبرې آژانس: د بشري حقونو د څار سازمان په دایکندي ولایت کې پر هزاره خلکود پنجشنبې د ورځې د بريد په غبرګون کې په یوه خبرپاڼې  کې ویلي چې په افغانستان کې باید هزاره ګان خوندي شي.

دغه بنسټ له هغو هېوادونو چې له طا-لبانو سره اړیکې لري، غوښتي چې د هزاره خلکو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي او په دغه هېواد کې د «ترسره شویو جرمونو» په اړه حساب ورکوونه پیاوړي کړي.

په دغه خبرپاڼه کې له طا-لبانو همداراز غوښتل شوي چې په افغانستان کې د ټولو زیان منونکو ټولنو او شیعه خلکو د ساتنې لپاره سمدستي اغېزمن ګامونه پورته کړي.

طا-لبانو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ په دایکندي ولایت کې د هزاره ګانو په ډزو کې ۱۴ تنه وژل شوي دي.

خو دا/عش چې د دې پېښې مسووليت يې پر غاړه اخيستى وايي چې په دې بريد کې يې ١٥ تنه وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې د خبرپاڼې پر بنسټ، په افغانستان کې د طا-لبانو د واکمنۍ له بيا ټنګښت وروسته، د دا/عش خراسان څانګې د هزاره خلکو پر ضد د لږ تر لږه ۱۷ بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستی، چې په ترڅ کې يې تر ۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

له بلې خوا دې سازمان د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې د څارنوالۍ له دفتر څخه چې دا مهال د طا-لبانو او دا/عش خراسان څانګې لخوا د ترسره شویو جرمونو په اړه څېړنه کوي، مالي، لوژستیکي او سیاسي ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې، د بشري حقونو د څار ادارې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو او نړیوالو سازمانونو غوښتنې ته په پام د دې هېواد په اړه یو نړیوال جوړښت رامنځته کړي، څو د دغو سرغړونو او د نورو جدي سرغړونو په اړه حساب ورکوونې ته وده ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا