اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د بشري حقونو د مدافعین: د مهرې بارکزۍ د اعتصاب څخه ملاتړ کوو

دید خبرې آژانس: د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو کمېټې په یوه خبرپاڼه کې د بشري حقونو د فعالې مهره بارکزۍ د نه خوړلو اعتصاب او د غوښتنو ملاتړ کړی دی.

د بشري حقونو یوې افغانې فعالې مهرې بارکزۍ له اتو ورځو راهیسې د جرمني په برلین ښار کې د نه خوړو اعتصاب کړی، چې په افغانستان کې د «جنسيتي تبعیض» په رسمیت پېژندلو، د هزاره ګانو د نسل وژنې د پای ته رسولو او د اېل جي بي ټي کيو خلکو د حقونو د تامین غوښتنه کوي.

مېرمن بارکزۍ تر دې وړاندې هم د روغتیايي وضعیت د خرابېدو له امله روغتون ته وړل شوې وه. خو وروسته بېرته د خپل اعتصاب ځای ته راستنه شوه.

دی وايي، تر هغو به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي، څو یې غوښتنې نه وي منل شوې.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو کمېټه وايي: «دا کمېټه د بشري حقونو په اساسي اصولو باور لري او د ټولنې د ټولو طبقو حقونو ته درناوى لري، دغه کمېټه د مېرمن بارکزۍ او د هېواد د نورو ښځو له اعتراضونو او مشروع غوښتنو ملاتړ کوي. د خپلو بشري حقونو د بېرته راګرځولو لپاره ولاړ او مقاومت کوي.»

د بشري حقونو د نړیوالې خبرپاڼې د دوهمې مادې په حواله، دغې کمېټې ټینګار کړی چې د افغان ښځو مشروع، انساني او حقه غوښتنو څخه باید درناوی، ساتنه او ملاتړ وشي.

دغې کمېټې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له سازمانونو او د جرمني له حکومته هم غوښتي چې په خپل ټول توان د مهرې بارکزۍ له اعتراضونو ملاتړ وکړي او په افغانستان کې د دغه حقونو د خوندیتوب لپاره جدي هڅې وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا