د برېښنا شرکت د عوایدو راټولولو بهیر پر چټکتیا ټینګار وشو
دید خبرې آژانس: د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر، د اړوندو څانګو له رییسانو او مرستیالانو سره د چارو همغږۍ په ناسته کې، د دغه شرکت د عوایدو راټولولو بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې ډاکټر عمر، پېرودونکو ته د برېښنا ډاډمنو خدماتو وړاندې کولو او پرمختګونو بهیر او دغه راز د پراختیايي پروژو چارو چټکتیا په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
په ناسته کې دغه راز د عوایدو راټولولو بهیر پر چټکتیا، د بلک مېټرونو پر نصبولو، د صفري مېټرونو پر تشخیص او څارنې او د مرکز سربېره د ولایتي واحدونو کارکوونکو پر ظرفیت لوړولو ټینګار شوی دی.
د ناستې په پای کې، د برېښنا ضایعاتو په مخنیوي سربېره، د برېښنا اړوند جایدادونو د غصب د مخنیوي او ترې لازمې ګټې اخېستنې او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم لازمې سپارښتنې شوې دي.