اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د برېښنايي تذکرو د وېشنې له پڅ بهیره شکایتونه

دید خبرې آژانس: په کابل کې د برېښنايي تذکرو یو شمېر غوښتونکي د برېښنايي تذکرو د وېشنې پر پڅ بهیر نیوکې لري.

دوی له اړوندو مسوولینو غواړي چې، په کابل کې د برېښنايي تذکرو د وېشنې مرکزونه زیات کړي او همداراز دغه پروسه هم چټکه کړي.

روزالدین چې د خپل یوه خپلوان لپاره بريښنایي تذکره اخلي، نوموړی  وایي چې له پنځو ورځو راهیسې د برېښنایي تذکرې د اخیستو لپاره د برېښنایي تذکرو د وېش یوه مرکز ته راغلی دی، خو تر اوسه د تذکرې پر اخیستلو نه دی بریالی شوی.

د برېښنايي تذکرې غوښتونکی، روزالدین وايي: «پنځه ورځې کېږي چې د تذکرو اخیستو پسې راغلي یو او په دغو ورځو کې له سختو ستونزو سره مخ شوي یو. هرڅه چې کوو کار مو مخکې نه ځي. یوازې د بایومټریک په شعبه کې درې ورځې وو.»

یو شمېر هېوادوال چې له بېلابېلو ولایتونو  د برېښنايي تذکرو د اخیستو لپاره پلازمېنې ته راغلي، د تذکرو د وېش له ټکني بهیره شکایت کوي او غواړي چې په مرکز او ولایتونو کې د تذکرو د وېش څانګې زیاتې شي.

ننګرهار کې د تذکرې غوښتونکی، محبوب هم وايي:‌ «نورو څانګو جوړولو ته اړتیا ده، ځکه دلته ټول افغانستان راځي او تذکرې غواړي.»

د تذکرې یوه بل غوښتونکي، سید محمد قاسم هم و ویل: «د احصایې له کارکوونکو ډېر خوشاله یو یوازې دا چې سایټ تړلی دی که نه، سایټ تړلی دی ځکه تاسې هم دا ګڼه ګوڼه ګورئ.»

بل خوا، د  احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویاند هېوادوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره د دې ادارې د هڅو ډاډ ورکوي او وایي، چې د هېوادوالو د ستونزو د حل لپاره یې په څو ولسوالیو کې هم د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونه فعال کړي دي.

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویاند، محمدحلیم رافع وايي: «د معلوماتو او احصایې ملي ادارې د هېوادوالو لپاره د برېښنايي تذکرو د اخیستو په برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي. تل مو هڅه همدا وي چې هېوادوالو ته ښه خدمتونه وړاندې کړو. له همدې امله مو په ولسوالیو کې هم دغه بهیر پیل کړی دی.»

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې مسوولان دغه راز وایي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې په کابل او ولایتونو کې اته میلیونه برېښنايي تذکرې وېشلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا