اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د بریټانیا کمېشنر؛ بریټانیا باید په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

دید خبرې آژانس: افغانستان کې د بریټانیا د مرستو پر څار یو کمېشنر، هوګ بیلي وایي بریټانیا باید کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

هوګ بیلي چې مې میاشت کې له کابله لیدنه کړې، وایي، دغه چاره به له افغان ښځو د ملاتړ او افغانستان کې پر بریټانیایي مرستو د څار په برخه کې مرسته وکړي.

ګارډین ورځپاڼې د هوګ بیلي په حواله لیکلي، دا چې افغانستان کې د بریټانیا مرستې ۵۰ سلنه پر ښځو متمرکزې دي، نو په خبره یې، دغه هېواد کې له ډیپلوماټیک حضور پرته اړمنو ته د مرستو له رسېدو ډاډ ترلاسه کېدل امکان نه لري.

دغه راپور کې راغلي: « افغانستان کې د بریټانیا د مرستو پر څار یو کمېشنر، هوګ بیلي ویلي، افغانستان کې نړۍوالې نادولتي موسسې هم د هېوادونو د ډيپلوماټیک حضور پر نشتوالي اندېښمنې دي او دغې چارې یې افغانستان کې فعالیتونه سخت کړي دي.»

د خوړو نړۍوال پروګرام بیا وایي، روان زېږیزکال کې یې له نهه میلیونه خلکو سره مرستې کړې دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د عامه اړیکو مسوول، ضیا‌ءالدین صافی وایي: « له بده مرغه نړۍوال خوراکي پروګرام داسې وضعیت کې کار کوي چې څه د پاسه ۱۲میلیونه خلک یا د افغانستان څلورمه برخه د لوږې په حالت کې دي، خو د بودیجې د کمښت له امله موږ یوازې کولای شو چې یو میلیون خلکو سره مرسته وکړو او دا دې لامل کیږي چې ۱۱ میلیونه خلک وږي ویده شي.»

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې هېواد ته څه د پاسه ۳ میلیارده ډالر مرستې راغلي خو دغو مرستو تر دې مهاله د افغانستان اقتصادي ستونزې نه دي حل کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا