د بروکسل په غونډه کې له افغانستان سره د ۸۴۲ مېلیون ډالرو د مرستې ژمنه وشوه
دید خبرې آژانس: ویل کیږی چې د بروکسل په غونډه کې د هېوادونو جګپوړو چارواکو، په افغانستان کې، له بیړني بشري وضعیت سره د مبارزې لپاره د نږدې ۸۴۲ مېلیون ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.
دغه غونډه چې له افغانستان سره د تعامل د څېړنې لپاره د اروپايي ټولنې په کوربتوب جوړه شوې وه، جګپوړو چارواکو همدارنګه اعلان کړې چې، د افغانستان وضعیت ته رسېدنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده.
په منځني ختیځ، سوېل لوېدیځ او منځنۍ اسیا کې د بشري مرستو لپاره د اروپايي کمېسیون سیمهییز مدیر اندریاس پاپاکونسټانټینو ویلي:«افغانستان ته د بشري مرستو د لېږلو او د افغان کډوالو د سمهییز کړکېچ په اړه ښه بحثونه وشول، موږ له افغانانو ملاتړ کوو، مرسته کوونکو په دغه هېواد کې بیړنیو بشري شرایطو ته د رسېدنې لپاره د ۸۴۱ اعشاریه ۹ مېلیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی.»
خو اقتصاد وزارت له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کوي.
بل لور ته، د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامېه کې راغلي چې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ځانګړي استازي د افغانستان په تړاو د هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې ټینګار کړی چې، هېواد یې د افغانستان اړوند ځانګړو استازو له غونډو د کوربتوب له لارې په بېلابېلو برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
خو په دغو غونډو کې د اسلامي امارت د استازي حضور څومره ګټور دی؟
د سیاسي او نظامي چارو شنونکي محمد متین محمدخېل طلوعنیوز ته وویل:«د افغانستان غړي [د افغانستان استازي] په هغې کې ګډون ولري او حقیقتونه هغوی ته ورسوي، له هغې پرته موږ د ځانګړ استازو او د هغه څه په تړاو چې په افغانستان کې تېرېږي اوږده تجربه لرو، د خلکو غوږ ته نهرسېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې، اروپايي ټولنې په افغانستان او له افغانستانه بهر افغانانو سره د مرستې لپاره د ۱۵۰ مېلیونه یورو له ځانګړي کولو خبر ورکړی دی.
د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې به، له زیانمن شویو افغانانو سره د خوراکي توکو د برابرېدو، سرپناه او روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې دوام ومومي.