اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍورزش او ځوانان

د برازیل فوټسال لوبډلې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام اتلولي وګټله

دید خبرې آژانس: د برازیل د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د فوټبال نړیوال جام په وروستي پړاو کې ارجنټاین ته په ماتې ورکولو سره اتلولي وګټله.

د فوټسال نړیوال جام د وږي میاشتې په ۲۴ مه نېټه پیل شو او د بېلابېلو هېوادونو لوبډلو په ۶ ګروپونو کې سیالۍ وکړې، چې په پای کې برازیل او ارجنټاین د دغه سيالۍ وروستي پړاو ته لاره پیدا کړه او فرانسې او اوکراین د کټګورۍ سیالیو ته ووتل.

دا لوبه پرون (یکشنبه د تلې ۱۵مه) د کابل پر وخت د ماښام په ۷:۳۰ دقیقو د ازبکستان د تاشکند ښار په هومو آرناى لوبغالي کې ترسره شوه چې په پای کې برازیل د ٢پر ١ په توپیر سره بريالى شو او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

د برازیل لپاره فراٸو د دغې لوبې په ۶مه دقیقه کې او رافا سانتوس په ۱۳مه دقیقه کې ګولونه وکړل او د دې لوبې په ۳۸مه دقیقه کې د ارجنټاین د ملي لوبډلې یوازینی ګول ماتیو روسا هدف ته ورساوه.

د برازیل درېيم نمبر ګول ساتونكي ویلیان د دې سیالۍ غوره ګول ساتونکى وپېژندل شو.

د يادولو وړ ده، چې برازیل په نړیوال جام کې د شپږو اتلولیو په ګټلو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

د اوکراین لوبډلې هم د درجه بندۍ په سیالیو کې فرانسې ته د ٧ پر ١ په توپیر ماتې ورکړه او په دې سیالیو کې یې درېيم ځای خپل کړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا