اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د بدخشان په یمګان کې د روغتیایي اسانتیاوی نشتون/ د مېندو مړینه ډېره شوی

دید خبرې آژانس: د بدخشان د یمګان ولسوالۍ یوشمیر اوسېدونکي وايي چې د روغتیايي مرکزونو کمښت او سړکونو خرابوالي دغه ولسوالۍ کې د مېندو د مړینې کچه لوړه کړې دی.

د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي رسنې ته ویلی چې  د روغتیايي امکاناتو کمښت له امله هر کال پنځه مېندې د زېږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.

فضل الحق نیازی د یمګان ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د نوموړي د کور او ولسوالۍ د مرکز ترمنځ ساعتونه واټن دی.

هغه وايي روغتیايي مرکزونو ته د نه لاسرسي له امله د نوموړي د خپلوانو یوې مېرمن د زېږون پرمهال ژوند بایللی.

په همدې حال د بدخشان سیمه ییز مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې د دغه ولایت د لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکو روغتیايي ستونزو ته به رسېدنه وکړي.

د بدخشان د یمګان ولسوالۍ د روغتیايي مرکز مسوول، خان جان وايي:« یمګان ولسوالۍ شاوخوا ۵زره تنه نفوس لري خو شته کلینیکونه د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي. باید سم ډاکټران او قابلې ولرو.»

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د بدخشان د ځینو نورو لرې پرتو سیمو اوسېدونکو هم روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د سرپرست حکومت له مسوولینو د مرستې غوښتنه کړې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا