اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د بخښنې نړۍوال سازمان: پر طبي انسټیټوټونو بندیزونه خطرناکې پایلې لري

دید خبرې آژانس: د بخښنې نړۍوال سازمان وایي، چې طا-لبانو په داسې یوه هېواد کې پر طبي انسټیټوټونو بندیزونه لګولي، چې د میندو د مړینې له لوړې کچې سره مخ دی.

د دغه سازمان په خبره، د طا-لبانو دا پرېکړه د ښځو د روغتیا لپاره خطرناکې او ویجاړوونکې پایلې لري.

د طا-لبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دوشنبې په ورځ په رسمي توګه په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو زده کړې منع کړې.

د نوموړي دغه پرېکړه د طا-لبانو ترمنځ د اختلافونو او په څو ډلو د وېشلو لامل شوی دی.

ټاکل شوې ده، چې په همدې تړاو په کندهار ولایت کې د لوړپوړو طا-لب چارواکو ترمنځ غونډه وشي.

طا-لب چارواکو د هبت الله د دې پرېکړې د اقدام په اړه هېڅ ډول توضیحات نه دي ورکړي.

د طا-لبانو د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې ټولو طبي انسټیټوټونو ته دستور ورکړ، چې دغو مراکزو ته د نجونو د ورتلو مخه ونیسي.

د طا-لبانو دا پرېکړه د ښځینه محصلینو د سختې غوسې لامل شوې ده.

ښځینه زده کړیانو ویلي، چې د طا-لبانو دغه پرېکړه د دوی پر روحیې تر ټولو سخت ګوزار دی.

د بخښنې نړۍوال سازمان د ښځو او نجونو پروړاندې د دې فرمان لامل د هغوی د جنسیت له امله بولي.

یاد سازمان د سې شنبه په ورځ وویل: «زده کړې د بشر له اساسي حقونو ګڼل کېږي چې طا-لبان یې په پرله پسې توګه تر پښو لاندې کوي.»

د بخښنې نړۍوال سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي: «دغه بندیزونه سره له دې چې د نجونو د زده کړو په برخه کې وروستۍ لارې بندوي، د ښځو د سلامت په برخه کې هم خطرناکې او ویجاړوونکې پایلې لري او افغانستان داسې یو هېواد دی چې په کې د میندو د مړینې کچه هم لوړه ده.»

ښځینه زده کړیانو په بېلابېلو پیغامونو کې له طا-لبانو غوښتي، چې پر نجونو دغه بندیزونه لرې کړي.

دوی وایي، چې د پوهنتونونو وروسته د دوی یوازینۍ هیله انسټیټوټونه و، خو دغه مراکز هم وتړل شول.

د بخښنې نړۍوال سازمان هم له طا-لبانو وغوښتل، چې د ښځو پروړاندې د محدودیتونو ټول فرمانونه لغوه کړي.

دغه سازمان همداراز ټينګار وکړ، چې ښځې او نجونې باید له وېرې، ګواښ او محرومیت پرته وکولی شي له خپلو انساني حقونو ګټه واخلي.

روغتیایي پوهان خبرداری ورکوي، چې دغه محدودیتونه به د اوږدمهال لپاره د افغانستان د روغتیایي نظام لپاره ناوړه پایلې ولري.

د نجونو پروړاندې د ښوونځيو، پوهنتونونو او انسټیټوټونو د دروازې بندېدل په دې معنا دي، چې افغانستان به تر راتلونکو ۱۳ کلونو د طب په برخه کې ښځینه فارغانې و نه لري.

دا په داسې حال کې دی، افغانستان په نړۍ کې له هغو هېوادونو دی، چې د میندو او ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

د نړۍوال روغتیایي سازمان د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې په ورځ کې ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د هغو ناروغیو له امله ژوند له لاسه ورکوي، د درملنې وړ وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا