اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د بادغیس د ټلوېزونونو فعالیتونه ودرول شول

دید خبرې آژانس: د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بادغیس د سیمه ییزې ادارې له حکم سره سم د «د ژونديو موجوداتو د انځورونو د خپرولو له منع» وروسته په دغه ولایت کې د ټلوېزونونو فعالیت بند شو او په بادغیس کې د رسنیو هر ډول فعالیت تر لیکلو او غږ پورې محدود شو.

دغه مرکز وايي، په بادغیس کې ملي ټلویزیون د طا-لبانو تر ادارې لاندې فعالیت کاوه او یوازې د عبور تلویزیون په نوم یو خصوصي ټلویزیون فعالیت کاوه او اوس د دغو دوو رسنیو فعالیت بند شو.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، د راډيوګانو په ګډون نورې رسنۍ چې په مجازي فضا کې فعالې دي او خپلواک خبريالان هم د دغه حکم پلي کولو ته اړ شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پر دې پېښې د خواشینۍ په څرګندولو سره له طا-لبانو غوښتي چې پر دې «ډېر شاته پاتې کوونکې» پرېکړه دې چې د رسنیو آزادي نوره هم محدودوي، له سره غور وکړي.

تر دې مخکې هم یوې سرچینې تایید کړې وه چې په دغه ولایت کې د خبریالانو لخوا هر ډول انځور اخيستل بند شوي دي.

د افغان خبريالانو مرکز په بادغيس کې د يوې ځايي سرچينې په حواله ويلي چې دغه پرېکړه د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د خبريالانو او سيمه ييزو مسوولينو د ګډې ډلې له لارې په رسمي ډول د رسنيو مسوولينو او خبريالانو ته په يوه واټساپ پيغام کې ابلاغ شوې ده.

د دغه مرکز له خوا په دغه پرېکړه ليک کې ويل شوي: «د ولايت مقام( د طا-لبانو والي) سره سم د امر بالمعروف او نهى عن المنکر د قانون له مخې، د هېواد له محترمو رسنيو او د خپرونو له مسوولينو او ادارو څخه غوښتنه کېږي چې په خپلو خبرونو او خپرونو کې د ژونديو موجوداتو عکسونه ونه کاروي او دوی کولی شي پرځای یې لوحې د ساختمانونو او بې جانه شيانو عکسون او د خبرونو پورې اړوند صحنې وکاروي.»

بادغیس له کندهار او تخار وروسته درېیم ولایت دی، چې په رسمي ډول یې د ژونديو موجوداتو انځورونو او انځوريزو مرکو په خپرولو بندیز ولګاوه.

د هلمند، لوګر، ميدان وردګو او دايکندي په ګډون د يو شمېر نورو ولايتونو خبريالانو د خبرياالانو مرکز ته ويلي، چې په دې ولايتونو کې هم د دې محدوديتونو د رسمي پلي کېدو نښې ليدل شوي دي.

امر بالمعروف او نهى عن المنکر د منع قانون په ۱۷ مه ماده کې چې د طا-لبانو د مشر هبت الله اخندزاده له خوا د روان کال په اسد میاشت کې تصویب او نافذ شو، راغلي چې محتسبین (د امربالمعروف وزارت اجراییه قوه) باید د هغه موادو د خپرولو مخه ونیسي چې د ذي روح عکسونه پکې وي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په بادغیس کې د ژونديو موجوداتو د انځورونو د خپرېدو د بندولو د حکم د رسمي پلي کېدو په اړه د جدي اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې دا یو ډېر شاته کوونکى ګام دی چې د رسنیو کارونه یې لا نور هم محدود کړي او په ځانګړي ډول. په دغه ولایت کې د تلویزیونونو د بندیدو لامل شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار کې د طالبانو له پرېکړه کوونکو څخه غوښتي چې د ژونديو موجوداتو انځورونو د خپرېدو د منع فرمان په اړه له سره غور وکړي او هغه لارښوونې چې په تېرو درېیو کالونو کې د رسنیو له قانون سره په موازي ډول صادرې شوې دي، لغوه کړي، تر څو رسنیو ته اجازه ورکړل شي چې د رسنیو له قانون سره سم د عمل آزادۍ څخه برخمن شي او خبریالان وکولای شي په آزاده توګه او له وېرې پرته کار وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا