دید خبرې آژانس: د دفاع وزارت له هوايي پوهنتون لس تنه د هوايي قواوو پیلوټان فارغ او سندونه یې تر لاسه کړل.

د دغه پوهنتون ارکان د یادو پیلوټانو د فراغت مراسمو کې د دغه پوهنتون د یو شمېر ښوونیځو برخو د بېرته فعالېدو خبر ورکړی.
هغه له فارغو پیلوټانو وغوښتل چې د خپلو مهارتونو د لوړولو لپآره کار وکړي.
د هوايي پوهنتون د هوایي ځواکونو د عمومي قومندانۍ ريیس ارکان، نقیب الله، وویل: “د پيلوټۍ مسلک یو پېچلې او ستونزمن مسلک دی چې هوښیارۍ ته اړتیا لري. د دې مسلک درسونه او مطالعه هیڅ وخت پایته نه رسېږي او تاسې باید تل هڅه وکړئ چې په دې برخه کې د مطالعې پر دوام ټینګار وکړئ.”
د هوايي پوهنتون رییس ارکان، مخدوم ابوبکر غفاري هم وايي: “نن ورځ موږ د لسو پيلوټانو د فارغېدو غونډه ګورو چې د خپل لومړي دورې عملي تعلیمات په سی-۲۰۸ الوتکو او ام-۱۷ هلیکوپټرونو کې د هوایي او دفاعي ځواکونو قومندانۍ کې په بریالیتوب بشپړ کړي دي.”
بل لورته بیا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال عزیز الرحمن منصور په دې پروګرام کې د دفاعي او هوايي ځواکونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او دغه راز یې د اوسني نظام ساتل اړین بللي دي.
په ورته مهال بیا یو شمېر فارغ شوي پیلوټان وايي، چمتو دي چې د وطن له پولو په بشپړ ډول ساتنه وکړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دیني ځایونو او عرفان مرستیال، عزیز الرحمن منصور وايي: “لکه څرنګه چې جهاد پر موږ فرض و، د د دې نظام ساتنه چې موږ په قربانیو ترلاسه کړې، هم فرض ده. موږ باید د دې نظام د دفاع لپاره یو دفاعي ځواک ولرو.”
ادریس واحدي چې تازه فارغ شوی پيلوټ دی، ویلی: “موږ ژمن یو چې د خپل مسلک له لارې، له صداقت او اخلاص سره خپل هیواد ته وفادار پاتې شو.”
د دفاع وزارت د هوايي قواوو د مسوولینو په خبره، دا دریم ځل دی، چې له دغه پوهنتون څخه پیلوټان ایم ۱۷ او سي ۲۰۸ الوتکو په برخه کې عملي روزنه تر لاسه کوي.