اسلایدشوافغانستانحکومتخبر

د ا.ا له بیاواکمنۍ را په دېخوا ۱۰ قوانین له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپاره شوي

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د عدليې وزارت د تېرو درې نيمو کلونو په اوږدو کې ۱۰ قوانين د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی له لوري له توشيح وروسته په رسمي جريده کې خپاره کړي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې موده کې تر ټولو مهمو خپاره شويو قوانینو کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد قانون، د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون، د شکایتونو اورېدلو قانون، د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې قانون، د صنعتي ساحو قانون او د امارتي ځمکو د اجارې قانون شامل دی.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د عدلیې وزارت په دې موده کې همدارنګه ۴ کړنلارې، یوه اصولنامه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لسګونه عنوانه فرمانونه، حکمونه او لارښوونې له توشېح وروسته په رسمي جریده کې خپاره کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې د عدلیې وزارت د تېرو درې نیمو کلونو په ترڅ کې ۱۱۹ تقنیني سندونه چې قوانین، اصولنامې، اساسنامې، کړنلارې او لایحې په ‌کې شاملې دي تدقیق، تحقیق او نهايي کړي او هم يې ۱۹۶ تقنیني سندونه د قران کریم، نبوي سنتو او حنفي فقهې پر بنسټ فقهي تخریج کړي او نهايي کړي یې دي.

د دغو تقنیني سندونو کار له عدلیې وزارت څخه بشپړ شوی او راتلونکو مراحلو تېرولو لپاره اړوندو مراجعو ته استول شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه لیکل شوي، چې په تقنیني سندونو کې د پولیسو قانون، د زندانونو د چارو د تنظیم قانون، د معدنونو قانون، د زندانیانو د لېږد او استرداد قانون، د چاپیریال قانون، د ګمرکاتو قانون، د کار قانون، د خصوصي پانګونې قانون او نور مهم تقنیني سندونه شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button