اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

د ا.ا سوداګریزه اتشه به ډېر ژر په عربي اماراتو کې کار پیل کړي

دید خبرې آژانس: په دوبۍ کې د افغانستان سرکونسل عبدالرحمن فدا ویلي، په متحده عربي اماراتو کې به د افغانستان سوداګریزه اشته ډېر ژر خپل فعالیتونه پیل کړي.

په دوبۍ کې د اسلامي امارت سرکونسل په دې هکله زیاته کړې چې دغه پرېکړه له افغان سوداګریزو او په متحده عربي اماراتو کې مېشتو بهرنیو سوداګرو سره د اړیکو پیاوړتیا په موخه شوې ده.

د نوموړی په وینا، د اسلامي امارت رییس‌الوزرا په اماراتو کې د سوداګریزې اتشې ګومارنه تایید کړې ده.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سرکونسل عبدالرحمن فدا په دې هکله وايي:«د دوبۍ په کونسلګرۍ کې د سوداګریزې اتشې برخه شته، دلته دغه بست شته، فعالیت یې له ډېر وخت راهیسې روان وو او اوس هم روان دی؛ البته په اوس وخت کې موږ یو داسې ډیپلوماټ نه‌لرو، چې سوداګریزه اتشه یا د سوداګرۍ وزارت له خوا دلته ګومارل شوی وي.»

ښاغلی فدا دغه‌راز وايي، چې د اسلامي امارت او متحده عربي اماراتو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ پرله پسې ناستې شوي او د دغو ناستو په پایله کې به دوبۍ ته د افغانانو تګ اسانه شي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سرکونسل په دې هکله زیاتوي:«په ټوله کې متحده عربي اماراتو د مشرانو لخوا او د پالیسۍ لخوا هوکړه شته، یوازې هغه ترتیبونه چې دوی په کوم ترتیب د ویزو د ورکړې پيلول غواړي، پر هغه بحث روان دی.»

په دوبۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ د معلوماتو پر بنسټ، دم‌ګړۍ ډېری افغانان د سوداګرۍ او کار په موخه متحده عربي اماراتو ته ځي او ډېر کم شمېر افغانان د خپلو کورنیو او خپلوانو د لیدو لپاره دغه هېواد ته سفر کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا