د ا.ا سلګونه منسوبین د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه فارغ شول
دید خبرې آژانس: د ا.ا د ملي دفاع وزارت، د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه د سلګونو منسوبینو د فراغت خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او سیمه ییزو قول اردوګانو ٤١٢ تنه ځوان منسوبين، د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته، د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي، په همدې مناسبت جوو شویو مراسمو کې، فارغانو ته په خطاب کې ویلي دي: “له خلکو سره ښه چلند وکړئ، د اسلامي ملي اردو په لیکو کې د اخوت او ورورولۍ فضا رامنځته کړئ او له کبر، غرور او تعصب څخه ځان وساتئ او ورسپارل شوي مسوولیتونه د شريعت په رڼا کې يې سرته ورسوئ.”
فارغانو هم په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړی چې په هر راز شرایطو او د هېواد په ګوت ګوت کې خدمت ته چمتو دي.
د مراسمو په پای کې، د مسوولینو له لوري فارغانو ته تصدیق پاڼې وېشل شوې دي.