اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د ا.ا رهبر په اختریز پېغام کې پر نړۍوالو اړیکو ټینګار کوي

دید خبرې آژانس: اسلامي امارت رهبر، شیخ هیبت الله اخندزاده په خپل اختریز پېغام کې وایي، اسلامي امارت د نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي.

دغه پېغام کې راغلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې، هېواد کې امنیت او د خلکو حقونه تامین شوي او د هېواد جغرافیه خوندي ده.

د اسلامي امارت رهبر د نجونو د ښوونځیو په اړه څه نه دي ویلي خو په خبره یې، د دیني مدرسو د پراختیا په برخه کې لازم ګامونه پورته شوي دي.

دغه پېغام چې د اسلامي امارت د ویاند له لوري خپور شوی، له خلکو غواړي څو امنیت تامین او شرعي نظام لپاره شکر وکړي.

په پېغام کې ویل شوي: « زموږ په هېواد کې اسلامي ورورولي او یووالی پیاوړی شوی او د کانونو، ځمکې او ځنګلونو په څېر عامه شتمنۍ د بیت المال په توګه خوندي دي.»

د اسلامي امارت رهبر وایي، هېواد کې یووالی راغلي خو دغه پېغام کې خلک یووالي ته رابلي.

شیخ هبت الله اخندزاده زیاته کړې: « راځئ چې د لاسته رواړنو د ساتنې لپاره هم ټول په اتفاق او اخلاص ودریږو، لکه وروڼه د یو او بل ترڅنګ پاتې شو، د دښمنانو ټولې دسیسې شنډې کړو، د امنیت، سوکالۍ، ابادۍ او د حاکم شرعي نظام قدر وکړو او د لا پیاوړتیا لپاره يې لاس په کار واوسو.»

شیخ هبت الله اخوند د غزې روانو حالاتو ته په اشارې له نورو هېوادونو غوښتي څو د دغه ستر جنایت پایته رسولو لپاره خپل مسوولیت ترسره کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا