اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

د ا.ا د ریاست الوزراء عالی مقام نوي حکم

دید خبرې آژانس: د ا.ا ریاست الوزراء د افغانۍ کارولو او د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو، د قاچاق د مخنیوي په اړه تازه حکم ورکړي دي.

په دي حکم کې راغلي دي:

(۱) ټولو سوداګرو، صرافانو او د قیمتي ډبرو له کاروباریانو او ټولو هېوادوالو ته لارښوونه کېږي، چې لاندې موارد عملي او په جدي توګه رعایت کړي:

۱- ټول هېوادوال دې د راکړې ورکړې په مهال افغانۍ وکاروي.

۲- هیڅوک نشي کولای د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې ۵ زره زیات او د ځمکې (سرحدونو او پولو) له لارې د ۵ سوه زیات ډالر په نغدي ډول له ځان سره ولیږدوي.

۳- که څوک له پورته اندازې څخه ډېر ډالر ولیږدوي، سرغړونکو ته به يې:

– د هر یو میلیون ډالرو د لیږد په مقابل کې یو کال،

– تر یو میلیون کم د هر سل زرو په مقابل کې یوه میاشت، او په دويم بند کې له ذکر شوې اندازې څخه پورته تر سل زرو ډالرو پورې لېږدونکی شخص به تر لسو ورځو پورې زنداني کيږي.

۴- هغه اسعار او سره زر چې د سرغړونکو څخه نیول کیږي، هغه به د ریاست الوزراء تر لزوم دید پورې د افغانستان بانک کې ساتل کیږي.

۵- هېواد ته د سیمې د هېوادونو پورې اړوند اسعار راوړل ممنوع دي.

(۲) له هېواد څخه بهر د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو او تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی د اسلامي امارت د استخباراتو د لوی ریاست، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو مسوولیت دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا