اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د ایران یوه هوایي شرکت له څو کلونو ځنډ وروسته کابل ته الوتنې پیل کړې

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د ایران هوايي شرکت له څو کلونو ځنډ وروسته پرون چهارشنبې کابل ته الوتنې بیا پیل کړې.

د دغه وزارت له خبرپاڼې سره سم، د ایران هوايي شرکت، ایران اییر به کابل ته په اوونۍ کې یوه الوتنه کوي.

ایراني هوايي شرکت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې دوه افغان هوايي شرکتونه، اریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر به هم ایران ته الوتنې کوي.

د پخواني افغان حکومت تر نسکورېدو وروسته ډېرو نړیوالو هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې وځنډولې.

خو سږ کال یو شمېر هوايي شرکتونو خپل فعالیت بیا پیل کړی چې تر ټولو وروستی یې د ترکیې هوايي شرکت و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا