Uncategorizedاسلایدشوافغانستانسیاسي

د ایران ځانګړي استازي د افغانستان په اړه د یوناما له مرستیال سره مشوره وکړه

ډید خبري اژانس: په کابل کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د یوناما له مرستیال مارکوس پوتزل سره وکتل.

په کابل کې د ایران سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي، چې په دې کتنه کې دوی د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ایران او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي بحث او خبرې وکړې.

ایران یو له هغو هېوادونو دی چې تل یې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی. د افغانستان لپاره د دغه هېواد استازي کاظمي قومي په دې وروستیو کې د سولې د بهیر د پیاوړتیا لپاره هڅې پیل کړي دي.

خو د ایران او ملګرو ملتونو د همکارۍ په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

Back to top button