اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د ایران پخوانی سفیر: ولې هېوادونه باید باور وکړي چې طا-لبان خپل مسئولیتونه پوره کوي؟

ډید خبري اژانس: په کابل کې د ایران پخوانی سفیر وايي، کله چې طا-لبانو د تحریک طا-لبان پاکستان په اړه د پاکستان تمې نه دي پوره کړي، نور هېوادونه باید باور ونه کړي چې پر خپلو ژمنو عمل کوي.

په کابل کې د ایران پخواني سفیر محمدرضا بهرامي د دوشنبې په ورځ (د عقرب ۲۹مه) په ایکس کې لیکلي چې د طا-لبانو فعالیت ته په پام سره نور هېوادونه باید دا باور ته دوام ورنکړي چې دوی خپل مکلفیتونه پوره کوي.

بهرامي: په داسې حال کې چې طا-لبانو د ټي ټي پي په اړه د پاکستاني لوري هیلې نه دي پوره کړي، ولې نور هېوادونه باید په دې باور وي چې طالبان د خپلو نورو ژمنو د پوره کولو اراده لري؟

نوموړي تر دې مخکې د پاکستان او طا-لبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې ارزولې وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا