روستي خبرونهسیاستنړۍ
د ایران ولسمشر چارواکو ته امر کړی چې د هیرمند حقابه تعقیب کړي
دید خبری اژانس: د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسی د دغه هیواد د بهرنیو چارو او انرژی وزیرانو ته امر کړی دی چې د هیرمند سیند د ایران حقابه تعقیب کړی.
د فارس د خبر له مخې، د ایران ولسمشر نن چهارشنبه (د اسد ۵) د وزیرانو شورا په غونډه کې د بهرنیو چارو او انرژی وزیرانو ته دنده وسپارله چې د هیرمند سیند په اړه د ایران حقابه تعقیب کړي.
هغه دغه راز اړوندو وزارتونو ته دنده وسپارله چې د ژورو څاګانو د کيندنې او د ځانګړو ريګونو د ګومارلو په ګډون د سيستان او بلوچستان د خلکو لپاره د څښاک او کرنيزو اوبو د برابرولو نورې لارې په جدي توګه تعقيب کړي او په دې برخه کې دې لازم اقدامات ژر تر ژره په اجنډا کې شامل کړي.
ایران تل ټینګار کړی چې د هیرمند له سیند څخه د هېواد حقابه نه ورکول کېږي، خو افغانستان وايي چې تل یې خپل تعهدات ادا کړي دي.