اسلایدشوبشری حقونهروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د غزې بحران؛

د ایران ولسمشر پاپ ته وویل: د اسرائیلي رژیم جنایتونه د پېړۍ نسل وژنه ده

دید خبری اژانس: په غزې تړانګې کښې د اسرائیلو د رژیم له خونړیو حملو نه ۲۹ ورځې وروسته د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسی د نړۍ کاتولیکانو له مشر پاپ فرانسیس سره په خبرو کښې د اسرائیلو د رژیم له خوا د فلسطینی ښځو او ماشومانو وژله د پیړۍ نسل وژنه وبلله.

د نړۍ د کاتولیکانو له مشر پاپ سره په خبرو کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل چې اسرائیلي رژیم د ۴۰۰۰ ماشومانو او ۲۵۰۰ ښځو په ګډون د شاوخوا لس زره بې ګناه فلسطینیانو په وژلو سره نسل وژنه کړې ده.

ولسمشر رییسی: د صهیونیسټي غاصب رژيم وحشتناک او بې ساری جنایت چې د څلور زره ماشومانو او ۲۵۰۰ ښځو په ګډون د څه د پاسه لس زره انسانانو په شهادت یې لاس پورې کړ، د پیړۍ تر ټولو لوی نسل وژنه ده. هغه هیوادونه چې د دغه رژیم ملاتړ کوي، د نړۍ خلکو ته د دغو بوږنونکو جنایتونو ځواب څنګه ورکولی شي؟

هغه پر روغتونونو او د مهاجرینو په کمپونو، جوماتونو او کلیساګانو او همدارنګه په هغو امبولانسونو خونړیو بریدونو ته په اشارې سره چې ټپیان روغتون ته لېږدول، ټینګار وکړ چې دا بریدونه نه یوازې د مسلمانانو پر وړاندې، بلکې په نړۍ کې د ټولو مذهبونو د پیروانو پر وړاندې د توکمپالنې ښکاره بېلګې دي.

هغه له پاپ څخه وغوښتل: زه له تاسو څخه غواړم هغه لوېديځ هېوادونه چې د دغه رژيم ملاتړ کوي، د دغو جنايتونو د بندولو لپاره ګړنديتوب ته ورپه ګوته کړه او په دې کيسه کې د ظالم او مظلوم د دريځ په روښانه کولو کې هم رول ولوبوي.

په همدې حال کې د فلسطین د خلکو د ملاتړ په برخه کې د ایران د دریځونو د تائیدولو په ترڅ کې پاپ فرانسیس ټینګار کړی چې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر په توګه به د اسرائیلو د بریدونو د مخنیوي او په غزه کې د ښځو او ماشومانو د لا زیاتو قربانیانو د مخنیوي لپاره په خپل توان کې هر څه وکړي.

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا