افغانستانروستي خبرونهسیاست
د ایران ولسمشر: امریکا او ناټو په افغانستان کې د کوکنارو کښت پراخوي
د دید خبري آژانس د خبر له مخې د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په وینا کې امریکا او ناټو په افغانستان کې د کوکنارو په کښت تورن کړل.
ابراهیم رییسي د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۵) د مخدره موادو د نړیوالې ورځې په مناسبت وینا کې وویل چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو حضور د کوکنارو د کښت د زیاتوالي لامل شوی دی.
هغه زیاته کړه، «د امریکا او ناټو د دوه لسیزو حضور په ترڅ کې، مخدره مواد په افغانستان کې تولید شول او په ټوله نړۍ کې وویشل شول».
د ایران ولسمشر پر نړۍ غږ وکړ چې له نشهيي توکو سره په ګډه مبارزه وکړي، ځکه دا کار په یوازې سر ممکن نه دی.
که څه هم طا-لبانو د نشه يي توکو پر کښت او تولید بندیز لګولی، خو د ځینو سیمه ییزو سرچینو په وینا، په افغانستان کې اوس هم کوکنار په پراخه کچه کرل کېږي.