اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

د ایران مشر: ایران نیابتي ځواک نه لري

دید خبرې آژانس: د ایران رهبر حضرت ایت‌الله سید علي خامنه‌ای ټینګار وکړ چې دغه هېواد په سیمه کې نیابتي ځواک نه لري.

د رویټرز د راپور لمخې، هغه زیاته کړه چې داسې ډلې لکه د یمن حوثیان، د لبنان حزب‌الله، حماس او اسلامي جهاد د خپلو باورونو او عقیدې پر بنسټ مبارزه کوي.

د ایران مشر د لویدیځو هېوادونو د څرګندونو په غبرګون کې وویل: «دوی په دوامداره توګه وایي، اسلامي جمهوریت په سیمه کې خپل نیابتي ځواکونه له لاسه ورکړي دي! دا هم یوه بله تېروتنه ده! اسلامي جمهوریت نیابتي ځواک نه لري.»

هغه زیاته کړه، که ایران وغواړي جګړې ته داخل شي، په سیمه کې د نیابتي ځواکونو کارولو ته اړتیا نه لري.

ورته مهال، لویدیځ هېوادونه او د سیمې ځینې حکومتونه داسې ډلې لکه د لبنان حزب‌الله، د عراق حشدالشعبي او د یمن حوثیان د ایران د نیابتي ځواکونو په توګه یادوي، دا هغه تورونه دي چې ایران تل رد کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا