اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د ایران سپاه پاسداران په پاکستان کې د جیش العدل دوه مهم مرکزونه ویجاړ کړل

دید خبری اژانس: د ایران د سپاه پاسداران ځواک په پاکستان کښې د جیش العدل دوه مهم مرکزونه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په حملو سره له مینځه وړی دی.

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو په پاکستان کې د جیش العدل پر دوو مهمو مرکزونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران ځواکونو د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جیش العدل د ډلې دوه مهم مرکزونه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله له منځه وړي دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې ایران د دغه هېواد له فضايي حریم څخه سرغړونه کړې او دا برید «جدي پایلې» لرلی شي او د منلو وړ نه دی.

د جیش العدل په نوم ډلې تر دې مخکې هم له پاکستان سره د دغه هېواد په سرحدي سیمه کې د ایران پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي وو.

یوه ورځ وړاندې د ایران پاسداران سپاه هم په عراق او سوریه کې پر دوو نقطو بریدونه وکړل او ویې ویل چې په عراق او سوریه کې یې د موساد یو مهم مرکز او د داعش د راټولېدو ځایونه په نښه کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا