اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمنطقیمهم مطالب

د ایران د ولسمشریزو ټاکنې په رسمي ډول دویم پړاو ته لاړ

دید خبری آژانس: د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د مرکزي دفتر ویاند څو شیبې مخکې د دغه هیواد د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې یې هیڅ یو کاندید هم د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره نه دي توانیدلې چې دغه انتخابات وګټي.

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې مسعود پزشکیان د ۱۰۴۱۵۱۹۱ رایو په ترلاسه کولو سره په لومړي ځای کې او د سعید جلیلي په پرتله نږدې یو میلیون زیاتې رایې ترلاسه کړي.

د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د مرکزي دفتر ویاند محسن اسلامي د دغه هیواد د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ شمیره اعلان کړه چې ۲۴ میلیونه ۵۳۵ زره ۱۸۵ رایې دي. دا رایې په ۴۸۲ ولسوالیو کې له ۵۶۶۴۰ څانګو څخه ترلاسه شوي دي.

هغه د دې ټاکنو د نوماندانو پایلې په لاندې ډول اعلان کړې:

– مسعود پزشکیان: ۱۰،۴۱۵،۱۹۱ رایې

سعید جلیلي: ۹،۴۷۳،۲۹۸ رایې

– محمد باقر غالب: ۳،۳۸۳،۳۴۰ رایې

مصطفی پورمحمدي: ۲۰۶،۳۹۷ رایې

په دې توګه د ایران د انتخاباتو د مرکزي دفتر د ویاند په وینا، د دغه هیواد د ولسمشریزو ټاکنو لپاره له دغو کاندیدانو څخه هیڅ یو هم ونه شو کړای چې د اکثریت رایې ترلاسه کړي او له همدې امله د دغه هیواد د اساسي قانون د ۱۱۷ مادې او هم د دغه هیواد د اساسي قانون د مادې په اساس ولسمشریز ټاکنې د دوو نوماندو په شتون سره دویم پړاو ته ځي.

هغه زياته کړه، د قانون له مخې  دویم پړاو راتلونکې جمعه، يعنې د سرطان د مياشتې ١٥مه ترسره کیږي.

البته د سلامي په وینا، دا احصایې به نگهبان شورا (مشرانو شورا) ته واستول شي او دا د دې شورا دنده ده چې د ټاکنو روڼتیا تایید کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په ایران کې ځینو خبری سرچینو اعلان کړی وو چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې ټاکنې به تر ډیره حده د غیر رسمی پایلو له امله دویم پړاو ته وغځول شی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا