دید خبرې آژانس: د هېواد د سوک وهنې دوو لوبغاړو همايون عليخېل او علي رضا جمال د ایران په نړۍوالو سیالیو کې د برنزو مډوالو ترلاسه کړل.

د سوک وهنې فدراسيون وایي، همايون له ۹۲ کیلوګرامه پورته وزن کې او علي رضا د ۵۰ کیلوګرامه وزن په برخه کې خپل سيالان مات کړي او د “پوريای ولي” جام د برونزو مډالونه یې ګټلي دي.
د فدراسيون د مسوولينو په خبره، د مډالونو د ورکړې دغه مراسم تېره شپه (د غویي ۱۲مه) ترسره شوي دي.
د “پوريای ولي” د سوک وهنې دغه سیالۍ د ايران په کوربتوب د بېلابېلو هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې. دغو سياليو کې له افغانستانه اوو لوبغاړو ګډون کړی و.