اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې له ثبات څخه ملاتړ وکړ

ډید خبري اژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له خپل سیال سره په افغانستان کې د ثبات د ملاتړ په اړه هم نظرونه تبادله کړل.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتلي او په افغانستان کې د «ثبات د ملاتړ» په اړه یې خبرې کړې دي.

دوه اړخیز، سیمه ییز او نړیوال مسایل هم د هغو موضوعاتو په ډله کې دي چې د دواړو خواوو له خوا پرې بحث وشو.

باید وویل شي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې قطر او عمان ته سفر کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا