اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د ایرانې او د طا-لبانو چارواکو یو بل سره لیدنه

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دغه وزارت له مرستیال عبدالحق همکار سره د ایراني پلاوي د لیدنې خبر ورکړی.

د دغه وزارت ویاند تیره ورځ ویلي وو، د ایران د اسلامي جمهوریت له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د معینیت د مرستیال محمد زارعي په مشرۍ یو شپږ کسیز پلاوی کابل ته راغلی  او له هغوی سره د سرپرست حکومت د چارواکو لیدنې جریان لري.

ایراني رسنیو هم په خپلو راپورونو کې ویلي، تمه ده چې په دغه سفر کې به د نشه یي توکو د تولید په ګډون په افغانستان کې د تولید شویو نشه یي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې د پیاوړتیا، ایران ته د دغو نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي، کوکنارو کښت د لمنځه وړلو او د بدیل کښت پر لارو چارو خبرې وشي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سرپرست حکومت د اعلان له مخې، د دغه وزارت مرستیال عبدالحق همکار، له ایراني پلاوي سره په کتنه کې نشه ‎يي مواد یوه سیمه ییزه ستونزه بللې.

هغه  له نشه‎يي توکو سره د مبارزې په برخه کې په نړیوالې همکارۍ ټینګار کړی.

هغه دغه راز د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره د اطلاعاتو د تبادلې په برخه کې د ايران او افغانستان د ګډو همکاريو غوښتنه هم کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا