اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د ایتلاف نجات پر وړاندې د ارګ مانا داره چوپتیا!

دایتلاف  نجاف له جوړېدو څو ورځې تېرېږي او دوی وايي چې د حکومت په کچه د ستر بدلون لپاره پروګرام لرو؛ خو د دوی پر وړاندې یې ځانګړې موضع نه ده نیولې.

که څه د ارګ ډلې ددې ایتلاف سره د مقابلې لپاره نورې لارې انتخاب کړي؛خو په خپله ولسمشر په دې باب لا څه نه دي ويلي او د چوپتیا سیاست یې غوره کړی دی.

ښايي چې ارګ ددې ایتلاف پر وړاندې د چوپتیا سیاست غوره کړی دی او له نورو مجراوو به کار واخلی چې خپل اجرایي ځواک څرګند کړي.

د علماوو د شورا فتوا چې د ایتلاف نجات په شان د ایتلافونو جوړول حرام دي، او د کابل د خلکو د پاڅونونو او د ایتلاف پر وړاندې د ګلبدین حکمتیار  موضع ګیري هغه کارونه دي چې ارګ د ایتلاف پر وړاندې کړي دي.

خو پوښتنه داده، چې ولې ارګ دداسې یو ایتلاف پر وړاندې چوپتیا غوره کړې چې مشران یې لوړپوړي حکومي چارواکي دي؟

داسې برداشت کېږي چې ارګ وايي که ددې ایتلاف پر وړاندې موضع ګیري وکړي؛ نو د ایتلاف به یو د یو ستر سیاسي جناح په نامه د خلکو په ذهنونو کې راڅرګند شي او بیا یې ارګ ماڼۍ له قابو کولو بیوسه وي.

بلخوا ارګ میشتي اوس هم په تمه دي، چې جترال دوستم به له دې ایتلاف راواړوي او ایتلاف به کمزوری کړي.

بلخوا نن چې کله له ولسمشره د دوستم په باب پوښتنه وشوه؛ نو ولسمشر احساساتي نشو او و یې ویل چې هغه دوستم مریض دی او د تداوي لپاره ترکیې ته تللی دی. ولسمشر د دوستم دوسیه یو حقوقي دوسیه وګڼله چې دولت پکې هېڅ ډوله لاسوهنه کولای نشي او دا د وو وګړیو ترمنځ معامله ده.

د ولسمشر له خبرو معلومېږي، چې ارګ به له دوستم سره له نرمۍ کار واخلي چې په ماهرانه توګه ورسره لوبه وکړي.

بل برداشت دادی چې د ملي وحدت حکومت د غرب او امریکا له ځانګړي ملاتړه برخمن دی  نو ځکه ایتلاف ته په ځانګړي ارزښت قایل نه دی.

کابل د امریکایي سناتورانو په ناڅاپي سفر کې امریکايي سناتورانو ولسمشر  او اجرایه رییس په ملا ډبولي او ملاتړ یې ترې اعلان کړی نو ځکه د ایتلاف پر وړاندې چوپ دي.

د ایتلاف نجات پر وړاندې د ارګ چوپیتا یو هغه خبیث سیاست دی چې یوه سیاسي جناح یې د بلې پر وړاندې کولا شي او ولسمشر په دې ډول سیاست غواړي چې د ایتلاف نجات ایتلاف تت کړي.

ظاهر شکوهمند – خبرگزاری دید

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا