اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د اګست په میاشت کې لږ تر لږه ۳۵ امنیتي پېښې شوې دي

دید خبرې آژانس: د افغانستان د امنیت د څار بنسټ په یوه راپور کې ویلي، د روان کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۵ امنیتي پېښې شوې دي.

د موندنو له مخې، ۲۴ پېښې د مقاومت جبهې، پنځه د ازادۍ جبهې، دوه د ناپېژانده عاملینو او یوه د افغانستان د خلکو د اقتدار په جبهه پورې اړه لري.

د افغانستان د امنیت د څار بنسټ وايي، دا/عش د درېیو امنیتي پېښو مسٶول دي.

د افغانستان د امنیت د څارن په وینا، د طا-لبانو او دا/عش ضد جبهې ادعا کړې چې د اګست په میاشت کې یې د طالبانو ۶۹ غړي وژلي او ۵۲ نور یې ټپیان کړي دي. د روانې میاشتې په اوږدو کې د دا/عش په بریدونو کې اوه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د دې بنسټ د معلوماتو له مخې په کابل او ولایتونو کې هم د ناپېژاندو عاملينو لخوا دوه پېښې رامنځ ته شوې دي. چې د د تاجکستان انصارالله په يوه غړي او د طا-لبانو د امربالمعروف په يوه آمر د ننګرهار ولايت په مومنددرې ولسوالۍ کې بريد ثبت شوى دى.

راپور وايي، د هغو پېښو شمېر چې د طا-لبانو ضد جبهې له خوا ادعا شوي د جولای په پرتله په سلو کې ۳۶ سلنه کم وو.

راپور وايي: «د هغو پېښو شمېر چې د خپلواکو منابعو له خوا تأیید کېدای شي له دې شمېرې ډېر کم دی. له ۳۵ پېښو څخه یوازې ۱۷ یې د خپرو شویو اسنادو او شته راپورونو پر بنسټ خپلواکو سرچینو تایید کړي دي.»

طا-لبانو په تېرو درېیو کلونو کې په وار وار ادعا کړې چې د دوی په تر واک لاندې افغانستان کې بشپړ امنیت تامین شوی دی. خو د دا/عش د بریدونو په ګډون امنیتي پېښې دوام لري.

تېره ورځ د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند قلعه بختار کې د دا/عش په برید کې ۲۳ تنه ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا