Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپورسیاسي

د اکبر مؤسسې له مسوول سره په کتنه کې؛ د افغانستان پر چاپېریالي وضعیت خبرې وشوې

دید خبرې آژانس: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص، د اکبر مؤسسې له مسوول نمیک حیدروف سره په کتنه کې؛ د هېواد پر چاپېریالي وضعیت خبرې کړې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس، افغانستان له اقلیمي بدلون څخه تر ټولو زیات اغېزمن هېواد یاد کړی او له دې ادارې سره یې د څېړنو او کره معلوماتو راټولولو په برخه کې د ملي او نړیوالو مؤسسو پر ګډ کار ټینګار کړی دی.

مولوي خالص ویلي چې د اسلامي امارت په بیاواکمنۍ سره، د نړیوالو له لوري په افغانستان کې د ۹۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت چاپېریالي پروژې ځنډول شوې وې چې د پر لپسې هڅو په پایله کې شپږ پروژې له تعلیق څخه ويستل شوې او پر نورو یې هم کار روان دی.

د اکبر مؤسسې رئیس هم چاپېریالي مسایل او اقلیمي بدلون خورا مهم موضوعات بللي او ټینګار یې کړی چې په دې برخه کې باید ډېر کار وشي؛ څو له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالو مالي سرچینو څخه مرستې راجلب شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button