د ايران سفير: د چابهار بندر فعالول مو د کاري لومړيتوبونو او هڅو په سر کې دی
دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د ایران هېواد له نوي سفیر علي رضا بیګدلي سره تعارفي غونډه وکړه.
ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د افغانستان لپاره د ايران سفير په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا او اقتصادي همکاریو په زیاتوالي ټینګار کړی او ويلي يې دي، چې د چابهار بندر فعالول او پرانیستل به یې د هڅو په سر کې وي.
هغه د ایران او افغانستان ترمنځ د همکاریو هوکړه ليکونو ته په اشارې ويلي چې دوی له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا غوښتونکي دي.
بيګدلي همدارنګه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته بلنه ورکړې، چې په مناسب وخت کې تهران ته سفر وکړي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې هيله څرګنده کړې، چې د افغانستان او ایران ترمنځ تاریخي اړیکو او مشترکاتو ته په کتو، دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او همکارۍ پراخې شي.
هغه همدارنګه ويلي چې اسلامي امارت له ایران سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی اوغوښتنه یې کړې، چې ایراني پانګوال او سوداګر دې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ښاغلي عبدالکبير زياته کړې، چې اسلامي امارت اجازه نه ورکوي، چې له هېوادونو سره اړیکې یې د نورو له لوري تر تاثیر لاندې شي، بلکې افغانستان د سیمه ییز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په هڅه کې دي.
د رياست الوزراء سیاسي غوښتنه کړې، چې د ايران حکومت دې افغان کډوالو ته لازمې اسانتياوې برابرې او له هغوی سره دې له نرمۍ کار واخیستل شي او د افغان کډوالو د اجباري ویستلو څخه دې ډډه وشي.