افغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

د اوسپنې د ویلو کولو له فابریکو ملاتړ

د افغانستان د اوسپنې د ویلو کولو فابریکو د ټولنې مسؤلین وايي، په پام کې ده، ډېر ژر له دولتي ادارو څخه د اوسپنې ویلو کولو فابریکو ته د زړو اوسپنو د ورکړې لړۍ پیل شي.

د دغې ټولنې رئیس پرویز قاضي‎زاده نن شنبه ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه د اقتصاد د عالي شورا له پرېکړې هرکلي وکړ او ویې ویل چې په دې سره به له یوې خوا د افغانستان د اوسپنې د ویلي کولو فابریکو اقتصاد پیاوړی شي او له بلې خوا به یې بهر ته د قاچاق مخه هم ونیول شي.

ښاغلي قاضي‎زاده زیاته کړه: د اوسپنې ویلي کولو فابریکې کولای شي، د وارداتو په برخه کې ۲۰ سلنه سوداګریز بیلانس را ټیټ کړي، که چېرې په دې برخه کې صادرات ونلرو.

ښاغلی قاضي‎زاده وايي، که چېرې زړې اوسپنې ژر تر ژره د اوسپنې د ویلو کولو فابریکو ته ورکړل شي، نو په مستقیم ډول به څه باندې ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

اوس مهال په افغانستان کې ۲۲ د اوسپنې د ویلو کولو فابریکې شته چې ۱۴ یې فعالې دي

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا