اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

د اورګاډي همکارۍ د ایران له استازي سره د اورګاډي کرښې د مشر د غونډې

دید خبری آژانس: د اورګاډي د پټلۍ رييس د ايران له ځانګړي استازي او سفير سره په کتنه کې د رېل پټلۍ د همکاريو په باب د نظريو تبادله وکړه.

په کابل کې د ایران سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د افغانستان د اورګاډي پټلۍ له رئیس بخت الرحمن شرافت سره وکتل او د اورګاډي پټلۍ د همکاریو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي دي: په دې کتنه کې د خواف – هرات رېل پټلۍ د فعالیت، د دغې لارې د بشپړېدو او دوام او د ښوونیزو، تخنیکي او تجهیزاتي همکاریو په ګډون د رېل پټلۍ د همکاریو د زیاتوالي په اړه د نظر تبادله وشوه.

د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د هېواد د اورګاډي ادارې يو ټيم ايران ته د روزنيز کورس لپاره سفر کړى و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا