اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

د انقلاب د معظم رهبر په شتون د شهید سید حسن نصرالله د نمانځنې مراسم ترسره شول

دید خبرې آژانس: د رهبرۍ د مقام د دفتر د معلوماتو له مخې؛ د في سبیل الله مجاهد، د اسلامي امت ګران سید، د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر، شهید حجت الاسلام و المسلمین سید حسن نصرالله او د هغه د ملګرو په ګډون د سردار نیلفروشان د شهادت په تړاو د  یاد مراسم، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له لورې نن سهار د امام خمیني (ره) په مصلی کې ترسره شول.

دې مراسمو د جمعې لمانځه د خطبو تر پیل مخکې دوام درلود او بیا د جمعې لمونځ د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په امامت ترسره شو.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په امامت د دې اونۍ د جمعې د لمانځه د خطبو تفصیل به، د معظم رهبر له دفتره د اطلاعاتو له ترلاسه کولو وروسته خپور شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا