اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د امریکا کانګرس څلورو ډیموکراټانو له ټاکنو د بايډن د وتلو غوښتنه کړی ده

دید خبرې آژانس: د امریکا د استازو په مجلس کې څلورو لوړپوړو ډيموکراټانو له جوبایډن څخه غوښتي چې د امریکا له ټاکنيز کمپاین څخه لاس واخلي.

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې د لوړ پوړو ډیموکراتیکو استازو په غونډه کې ډیری برخه اخیستونکو ويلي چې «د متحده ایالاتو اوسنی ولسمشر جوبایډن باید د ولسمشريزو ټاکنو لپاره له ټاکنيز کمپاین څخه لاس واخلي.»

په دې راپور کې جرالډ نډلر، جوزف مورل، اډم سميټ، جیم هیمز او مارک ټاکانو په کانګرس کې د لوړ پوړو ډيموکراټانو استازو  نومونه ياد شوي چې د بایډن د استعفا غوښتنه کړې ده.

په کانګرس کې د ډیموکراتانو شمیر چې د ولسمشريزو ټاکنو څخه د جو بایډن د وتلو غوښتنه کوي، ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی.

تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن ژان پییر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې بایډن به «هیڅکله له کمپاین څخه لاس وانخلي.»

آغلې پییر په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ پروړاندې د بایډن سیالي د امریکا د خلکو لپاره د هغه مبارزه وبلله.

په ورته وخت کې ، رویټرز راپور ورکړی چې په کانګرس کې د ډیموکراتانو مخ په زیاتېدونکي شمېر په جو بایډن غږ کړی چې د ولسمشريزو ټاکنو د سياليو صحنې څخه ووځي او بل چا ته وسپاري.

د يادونې وړ ده، چې د تګزاس ايالت استازی لویډ ډاګیټ په کانګرس کې لومړنی دیموکرات استازی و چې د بایډن څخه یې وغوښتل چې له ټاکنيزو سیاليو ووځي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ده  د امریکا د ولسمشريزې ټاکنې د روان کال د نومبر په پنځمه ترسره شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا