د امریکا کانګرس هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې طا-لبانو ته د مرستو د لګولو مخه ونیول شوه
ډید خبري آژانس: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش ویلي، چې طا-لبانو د ملګرو ملتونو د مرستو په پروګرامونو کې دومره اغېزمن نفوذ کړی چې نړۍ ته یو ګواښ دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) جان ایف سوپکو په دې وروستیو کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ له خوا په جوړه شوې غونډه کې وویل چې د امریکا د کانګرس له خوا به یوه لایحه تصویب شي چې له مخې به یې طا-لبانو ته د هر ډول مستقیمو یا غیر مستقیمو مرستو مخه ونیول شي.
سوپکو زیاته کړه چې دغه لایحه د امریکا د استازو جرګې له خوا تصویب شوې او د تصویب لپاره به د دغه هېواد مشرانو جرګې ته ولاړه شي.
ده څرګنده کړه: دا مهال په ولسي جرګه کې يو لايحه شته چې تصويب شوې ده، اوس بايد مشرانو جرګې ته ولاړه شي، دغه لايحه د بهرنيو چارو وزير او د مرستو رييس له افغانستان سره د مالي سرچينو له ورکولو منع کوي، که په مستقيم او يا غير مستقيم ډول طا-لبانو ته رسېږي، دا يوه جدي موضوع ده.
د هغه په وينا، که دغه لايحه تصويب شي، له افغانستان سره د مرستو پر پروګرام به جدي پايلې ولري.
سوپکو همداشان د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعیت او له امریکا څخه د توقعاتو د نه شتون ته په اشارې سره ټینګار وکړ: طا-لبانو د ملګرو ملتو د مرستو په پروګرامونو کښې چې د نړۍ لپاره یو ګواښ دی په اغیزناکه توګه نفوذ کړی دی.
د امریکا متحدو ایالتونو له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته هم له دغه هېواد سره بشري مرستو ته دوام ورکړی او د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې یې له دغه هېواد سره شاوخوا دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.