اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د امریکا کانګرس: د کابل شرمناکه سقوط او امریکايي پوځیانو وژنه نه هېریږی

دید خبرې آژانس: د امریکا د استازو جرګې یوه غړې وايي، چې درې کاله مخکې له افغانستانه د بایډن د ادارې د بېړنۍ وتلو پر مهال په کابل کې ۱۳ امریکايي پوځیان په «بې مانا» توګه ووژل شول.

لیزا مکلین زیاته کړه، چې د کابل «شرمناکه» سقوط او د امریکايي پوځیانو وژنه باید هېره نه شي.

د میشیګان ایالت دغې استازې د پنجشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې، د کابل سقوط او «د طا-لبانو په لاس» د امریکايي پوځیانو وژل کېدل د شرمناکه بللې ده.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په وروستیو ورځو کې د وږي میاشتې په څلورمه نېټه د کابل په هوايي ډګر کې د یو ځانمرګي برید په پایله کې ۱۷۰ تنه ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پروسې مدیریت او د امریکايي پوځیانو د وژل کېدو له امله د جوبایډن پر ادارې سختې نیوکې شوي وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا