اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د امریکا ټاکنې؛ نوماندانو د افغانستان لپاره پلان نه دی اعلان کړی

دید خبرې آژانس: د امریکا د ټاکنو له پيلېدو دوه قدمه لیرې د ولسمشريزو ټاکنو دواړو نوماندانو د افغانستان په اړه کوم پلان نه دی اعلان کړی.

کامالا هرېس د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د افغانستان په اړه څه نه دي ویلي.

خو ډونلډ ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې نه یوازې دا چې له افغانستان څخه د امریکا د متحدو ایالتونو پر ناروين راوړونکي وتلو نیوکه کړې، بلکې دا مساله یې د خپل ټاکنیز کمپاین د تبلیغاتو برخه ګرځولې ده.

تر اوسه دواړو نوماندانو یوازې په یوه مناظره کې د افغانستان پر موضوع خبرې کړې دي. خو ډونلډ ټرمپ ویلي، که ولسمشر شي، د لوړې په ورځ به د ټولو هغو پوځي چارواکو استعفا لیکونه پر خپل مېز  ولري چې د افغانستان په ناورین کې ښکېل دي.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې به په دوو ورځو کې ترسره شي. په دې ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نومانده کامالا هرېس او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ سیالي کوي.

خو دواړو نوماندانو له طا-لبانو سره د چلند څرنګوالي او د افغانستان په اړه کوم پلان نه دی وړاندې کړی خو د افغانستان مسله د ډونلډ ټرمپ د هرې ټاکنیزې غونډې یوه نه بېلېدونکې موضوع وه.

نوموړي په خپلو کمپاینونو کې له افغانستانه د امریکا پر وتلو او په ځانګړې توګه د بګرام پر اډې او د امریکايي وسلو پر پرېښودلو سختې نیوکې کړې دي.

ټرمپ په خپله وروستۍ وینا ويلي« موږ به خپل پوځ پیاوړی او پرمختللی کړو. موږ یې ډېره برخه افغانستان ته ورکړې ده. تاسو باور کولی شئ چې دې احمقانو تر ټولو غوره ټانکونه وړاندې او غوره الوتکې ډالۍ کړې. حتی د شپې عینکې یې هم ورکړي. تاسو پوهیږئ چې په افغانستان کې، افغانان ښه جنګیالي دي، خو هغوی په شپه کې جګړه نه کوي، اوس هغوی زموږ شپنۍ عینکې لري، له هغې هم غوره او نوې شپنۍ عینکې چې موږ یې لرو.»

د ډانلډ ټرمپ برعکس، کامالا هریس په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د افغانستان مسله نه ده یاده کړې. ښاغلی ټرمپ هم له افغانستانه د امریکا وتل د بایډن او کامالا هریس د ادارې پر وړاندې د فشار په توګه کاروي.

ښاغلي ټرمپ دا هم وویل: «زه د هر هغه جګپوړي پوځي چارواکي استعفا غواړم چې د افغانستان په غمیزه کې یې لاس درلود. زه د دوی سمدستي استعفا غواړم او زه د اووال دفتر پر میز، ټاکل شوي میز پرمخ غواړم. زه يې د لوړې د مراسمو په ورځ ١٢ بجې غواړم.»

په همدې حال کې، له دغو دوو نوماندانو د یوه د بریا په صورت کې به د افغانستان او طا-لبانو په وړاندې د متحده ایالاتو په سیاست کې څه بدلون راشي؟

د پوهنتون استاد غلام فاروق علیم وايي «وضعیت داسې دی چې د دوه نوماندانو په بریا سره، په داسې حال کې چې د طالبانو پر وړاندې په مشخص ډول څه نشته خو هغه مرستې او ملاتړ چې د بایډن ادارې کې له طالبانو وشو، بدلیږي.»

د بایډن اداره چې د دوحه تړون یې پلی کړ او ټول امریکایي پوځیان یې له افغانستانه وایستل، د تېرو درېيو کالونو په موده کې یې د طا-لبانو حاکمیت او له طالبانو سره د تعامل پالیسي وساتله. خو د هغه وخت د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دوی طا-لبان د نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه پیژني او د هغوی د رسمیت پیژندلو او حتی عادي کولو لپاره هیڅ پلان نه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا