اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستګزارش

د امریکا لخوا؛ په کابل کې د سفارت د بېرته پرانیستو احتمال رد شوه

دید خبرې آژانس: تر هغې وروسته چې سرپرست حکومت له امریکا وغوښتل، چې په کابل کې د دغه هېواد سفارت پرانېزي او په واشنګټن کې د افغانسان سفارت اسلامي امارت ته وسپاري، اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د دغه هېواد د سفارت بېرته پرانیستل رد کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده ټېمي بروس زیاتوي، چې دغه هېواد هېڅ ډله د افغانستان د دولت په توګه په رسمیت نه‌‌پېژني او په کابل کې د خپل سفارت د بېرته پرانیستو هېڅ ډول پلان نه‌لري.

ټېمي بروس په دې هکله زیاته کړه:«امریکا هېڅ ډله د افغانستان د دولت په توګه په رسمیت نه‌پېژني، او له همدې امله د خپل سفارت د پرانیستو هوډ نه‌لري.»

بلخوا، د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند هم یوې امریکايي ورځپاڼې ته ویلي، واشنګټن د افغانستان سفارت د سپارلو هېڅ ژمنه نه‌ده منلې او په کابل کې یې د امریکا د سفارت د بېرته پرانیستو په تړاو هر ډول بحث رد کړی دی.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جېمز هویټ وايي:«موږ د افغانستان د سفارت په تړاو هېڅ ژمنه نه‌ده منلې او په کابل د امریکا سفارت د انګړ په تړاو د وضعیت په تړاو هېڅ بحث روان نه‌دی.»

په کابل کې د امریکا د سفارت د بېرته پرانیستو مسئله داسې مهال رد شوې، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ویلي و، چې د امریکا د سفارت د بېرته پرانیستو او په واشنګټن کې یې سرپرست حکومت ته د افغانستان د سفارت د ورسپارلو موضوع له هغه امریکایي پلاوي سره شریکه کړې چې کابل ته راغلی و، او د واشنګټن د ځواب په تمه دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا